په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۶۷ زرو نه واوښته

1429660
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله  ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۶۳۰ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۴ زره او  ۲۳۴  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۸۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۶۷ زره ۴۱۰ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۲۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۳۱۷۷۸ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۶۰۲ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۲۶۵ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۲۰۹زره ۵۸۳ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه