په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۱۶۴ زرو نه واوښته

1427455
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۵۶۳ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۱ زره او  ۵۲۵  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۸۲۷ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۶۴ زره ۷۶۹ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۷۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۲۸۹۴۷ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۶۵۱ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۲۸۳ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۷۰زره ۷۱۹ ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې د بیړني‌ مراقبت لاندې  د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي‌ تنفس ماشینونه ورته لګول شوي‌ دي‌ شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده



اړوند خبرونه