په استانبول کې د سانجاق تپې ایمرجینسۍ روغتون پرانیستل شو

په استانبول کې یو بل مجهز روغتون پرانیستل شو

1425939
په استانبول کې  د سانجاق تپې ایمرجینسۍ روغتون پرانیستل شو
روغتون
استانبول

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ځوانانو ته به لویه او پياوړې ترکیه په میراث کې پریږدو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د استانبول د سانجاق تپې په سیمه کې د پروفیسور ډاکټرې فرحیه اوز ایمرجنسي‌ روغتون د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل پداسې حال کې چې د نړۍ په یو زیات شمیر قوي‌ هیوادونو کې د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ له امله روغتیايي سیستمونو افلاس کړی ترکیې هم خپل موجودو امکاناتو نه په ډیره ښه توګه استفاده وکړه او هم يي نوي‌ امکانات برابر کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د نړۍ نږدې ۱۹۰ هیوادونو د ترکیې نه د طبي‌ توکو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې چې څه باندې ۹۰ هیوادونو ته مو مثبت ځواب ورکړی. هغوې ته هم هر ډول طبي‌ توکي‌ لیږلي‌ دي.

د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ نه وروسته به هم  زمونږ روغتیایي تاسیسات او  هم عمومي‌ روغتیايي بیمې سیستم  د بریالیتوبونو له امله په نړۍ به د ټولو توجه ځانته جلب کړي.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه په هره برخه کې ټاکلو هدفونو ته د قوي ارادې سره پرمختګ کوي. یو زیات شمیر کارونه پاتې دي‌ چې باید هیواد ته يي ترسره کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله چې په مطلق ډول سره به د هیواد د جمهوریت تر سلمې کلیزې پورې د ۲۰۲۳ کال هدفونو ته نایل شو.

ځوانانو ته د استانبول د فتحې چې نن يي ۵۶۷ مه کلیزه لمانځل کیږي‌ په ۶۰۰ کلیزه کې یعنې په ۲۰۵۳ کال کې لا ستره او پیاوړې ترکیه په میراث کې پریږدو. یوه داسې ترکیه چې د هره پلوه ستره او قوي‌ وي.

د ویلو ده چې د سانچاق تپې دا ایمرجنسي‌ روغتون د کرونا ویروس پر خلاف د لا ښې مبارزې په موخه په استانبول کې جوړ شوی دی. دا روغتون ۱۰۰۵ بستره لري .

په استانبول کې ددې سربیره د اتاترک په هوايي ډګر کې هم یو ۱۰۰۵ بستریز روغتون جوړ شوی دی.


پيوندونه: #روغتون , #استانبول

اړوند خبرونه