په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۵۸ زرو تنو نه واوښته

1423863
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۳۹۷ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۹ زره او۸۵۳ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۴۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۵۸ زره  او ۷۶۲ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۲۱۵۰۷ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۷۳۹ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۳۸ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره یو میلیون ۸۷۳زره  او ۶۰۷  ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه