په ترګیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۵۴ زرو نه واوښته

1422191
په ترګیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۲۷۶ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۷ زره او۵۰۷ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۵۲ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۵۴ زره  او ۵۰۰ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۱۶۱۱۱ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۸۰۰ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۴۰۱ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره یو میلیون ۷۶۷زره  او ۴۹۵  ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چۍ په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره د زرو نه د راټیټیدو سره دا ناروغۍ تر کنټرول لاندې راغلې ده.

هغه وویل چې د کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو شمیره هم د پام وړ راټیټه شوې ده .



اړوند خبرونه