په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۲۴۹ تنو ته لوړه شوه.

1421370
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۳ زره او۶۳۳ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۶۱ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۵۳ زره  او ۵۴۸ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۱۴۹۹۰ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۸۲۰ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۴۲۴ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره یو میلیون ۷۲۹زره  او ۹۸۸  ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چۍ په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره د زرو نه د راټیټیدو سره دا ناروغۍ تر کنټرول لاندې راغلې ده.

هغه وویل چې د کرونا ویروس له امله د ځاني‌ تلفاتو شمیره هم د پام وړ راټیټه شوې ده .



اړوند خبرونه