ترکیې د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیې د یونان د پارلمان او بعضو مقاماتو د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په ۱۹ مه نیټه د ترکیې د جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک لخوا د خپلواکۍ د جګړې د پیلولو د کلیزې په بهانه د یونان د مقاماتو لخوا ترسره شوي بې بڼسټه او بې مسئولیته ځرګندونې د تاریخي حقایقو او ۲۱ مې پيړۍ د ارزښتونو سره په هیڅډول تطابق نکوي.
ترکیې ویلي دي چې په ۱۹۲۳ کال کې په لاسلیک شوي د لوزان په معاهده کې دا خبره په ښکاره ټکو سره لیکل شوې ده چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د یونان پوځ لخوا د اناتولیا د اشغال پر مهال ترسره شوې کړنې او چلند د جګړې د حقوقو سره په ټکر کې چلند دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د یوناني د مقاماتو لخوا لخوا د ترسره شوو څرګندونو او بعضو مراسمو جوړولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ۱۹۱۹ میلادی کال د مې په ۱۹ مه نیټه د خپلواکۍ د جګړې په خاطر پورته شوی لومړنی ګام یواځې د ترک ملت لپاره نه بلکې د امپریالیزم پر وړاندې د جګړه کوونکو ټولو مظلومو ملتونو لپاره میلاد او یوه ډیره سپیڅلې ورځ ده. پداسې یوې مهمې ورځ د یونان د پارلمان او ځیني مقاماتو لخوا بې بڼسټه او بې مسئولیته څرګندونې د خواشینۍ وړ دي. دا څرګندونې نه د تاریخي حقایقو او نه هم د ۲۱ مې پيړۍ د ارزښونو ته تطابق کوي.
په بیان د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په ۱۵ مه نیټه د یوناني ځواکونو لخوا د ترکیې د ایزمیر ولایت د اشغالولو نه په یادونې سره ویل شوي دي، یونان پرته د کوم دلیل یا لامل نه د ایزمیر ولایت اشغال کړی او دلته يي ډیر زیات ظلمونه ترسره کړي .
په بیان کې راغلي دي چې د لوزان معاهدې په ۵۹ مه ماده کې لیکل شوي دي چې د اناتولیا اشغالوونکو یوناني ځواکونو لخوا ترسره شوی چلند او کړنې د جګړې د حقوقو سره په تضاد کې دي. دا خبره تثبیت شوې ده .
همداشان په ۱۹۳۴ میلادي کال کې د یونان لومړي وزیر ویني زیلزوس د ترکیې د جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړی وو چې دا پخپله د هر څه ښکارندويي کوي. ننۍ کړنې او اقدامات د یونان د بې مسئولیته سیاستوال او راډیکال ډلو تاریخ د چپه خوا د لوستو د هڅې نه بل څه ندي.
یونان تل زمونږ ترمنځه موجودې ستونزې د ډیالوګ او خبرو اترو له لارې د حل په خاطر زمونږ وړاندیز رد کړی دی. خو د تیرو وختونو په څیر د یونان لخوا زمونږ د دوستۍ لاس نیول به د ددې هیواد په ګټه وي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله