د کرونا ویروس له امله په بهر کې میشتو ۵۳۵ تنو ترکانو ژوند د لاسه ورکړی دی

د کرونا ویروس له امله په بهر کې د میشتو ترکانو د ځاني‌ تلفاتو شمیره اعلان شوه

1419662
د کرونا ویروس له امله په بهر کې میشتو ۵۳۵ تنو ترکانو ژوند د لاسه ورکړی دی

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د کرونا ویروس له امله په بهر کې د میشتو ترکانو د ځاني‌ تلفاتو شمیره اعلان کړه.

هغه وویل چې په بهر کې میشتو زمونږ ۵۳۵ تنو هیوادوالو  د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو دا څرګندونې د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د یو سیمه ایز تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې ترکیه یو ډیر پیاوړې هیواد دی، د نړۍ ۱۳۵ هیوادونو د ترکیې نه د روغتیايي توکو د مرستې غوښتنه کړې. ځینو بلاعوض او ځینو په پیسو د اخیستو غوښتنه کړې ده .

د ۸۱ هیوادونو غوښتنو ته مو که په نصبي‌ ډول هم وي‌ مثبت ځواب ورکړی دی. دا چې  د پاتو هیوادونو سره څه ډول مرسته وکړو او د هغوې غوښتنو ته څه ډول مثبت ځواب ووایو په مسئلې کار کوو.

بهرنیو چارو وزیر د کرونا ویروس له امله په بهر کې د میشتو ترکانو د ځاني‌ تلفاتو شمیره هم اعلان کړه.

هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې په بهر کې زمونږ ۵۳۵ تنو هیوادوالو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی. د ۴۳۸ تنو جنازې مو هیواد ته راانتقال کړي‌ دي. همداشان ځیني‌ ناروغان چې په کوربه هیوادونو کې درملنه نکیده ترکیې ته راوړل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه