د ترکیې ولسمشر د عراق د لومړي وزیر ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق د لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1418280
د ترکیې ولسمشر د عراق د لومړي وزیر ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي‌ چې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د جمعې ورځ د عراق د لومړي‌ وزیر الکاظمي‌ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د عراق لومړي‌ وزیر ته د دندې د پیلولو او د پارلمان نه د باور د رای د ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله.

د عامه اړیکو ریاست ولسمشر چې ولسمشر اردوغان د عراق د لومړي‌ وزیر الکاظمي‌ سره پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزې، دوه اړخیزو اړیکو او سیمه پر مهمو مسلئلو خبرې وکړې.


پيوندونه: #الکامي , #ترکیه , #عراق

اړوند خبرونه