په ترکیه کې جوماتونو د پرانیستو نیټته معلومه شوه
په ترکیه کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په چوکاټ کې د تړل شوو جوماتونو له سره د پرانیستو نیټه معلومه شوه.
د ترکیې د دیني چارو عمومي ریئس پروفیسور علي ارباش وویل که د الله رضا وه انشاالله چې جوماتونه به د جون د میاشتې د ۱۲ مې نیټې نه په اعتبار سره د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شي.
هغه دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د کرونا ویروس له امله د تړل شوو جوماتونو د وضعیت او له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو د مسئلې په اړه په ارزونو کې وکړې.
هغه وویل چې انشاالله د جون د ۱۲ مې نیټې نه په اعتبار سره د جوماتونو د پرانیستو پلان لرو. هغه زیاته کړه چې په پیل کې به د جوماتونو په حویلیو کې د جماعت لمونځ په ادا کولو پيل وشي. یعنې ۴ اونۍ نور هم جوماتونه تړلي پاتې کیږي.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په چوکاټ کې د مارچ د میاشتې په ۱۵ مه نیټه په هیواد کې ټول جوماتونو د تړولو پریکړه شوې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.