ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې په ترهګرو هوايي بریدونه وکړل

د ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري سازمان په پټنځایونو درانده بریدونه وکړل.

1416389
ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې په ترهګرو هوايي بریدونه وکړل

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د عراق په شمال کې د هاکورک او ماتینا په سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو د تثبیتیدو نه وروسته هوايي ځواکونو لخوا  لمنځه یوړل شول.

پدې بریدونو کې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان ۴ تنه ترهګر هم له منځه وړل شوي‌ دي.

پدې بریدونو کې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان یو زیات شمیر پټنځایونه په کامله توګه له منځه وړل شوي‌ او ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترهګرو پر خلاف خپلو عملیاتو ته به په همدې شان او قوي‌ ارادې سره دوام ورکړي.



اړوند خبرونه