په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۳۳ زرو نه واوښته

1412990
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۶۴۱ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰ زره او۳۹۵ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۹۷۷ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۳۳ زره  او ۷۲۱ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۸۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۸۲۹۸۴ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۶۰ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۶۶۵ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره یو میلیون ۲۶۵زره  او ۱۱۹  ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه