ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د فلسطین سره د طبي توکو مرسته وکړه.
ترکیې د فلسطین سره د طبي توکو مرسته وکړه
د ترکیې لخوا فلسطین ته استول شوې مرستې د اشغال لاندې د لویدیځې تراړې د رام الله په ښار کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فلسطیني مقاماتو ته تسلیم کړی شوې.
د ویلو ده چې پدې مراسمو کې د فلسين د روغتیا وزیر ، د بهرنیو چارو وزیر او په بیت المقدس کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسئول لوی سفیر احمد رضا دیمیریر او یو زیات شمیر فلسطیني چارواکیو ګډون کړی وو.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې دا مرستې د فلسطین د حکومت لخوا د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې لپاره حیاتي او ستر اهمیت لري. هغه د نوموړو مرستو له امله د ولسمشر اردوغان او ترکیې د حکومت نه مننه وکړه.
هغه وویل چې دا مرستې د فلسطین د ولسمشر محمود عباس او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځه د قوي اړیکو یو ژوندی مثال دی.
د ویلو ده چې ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې دا مرستې د اپریل په ۳۰ مه نیټه د اسراییلو د پلازمینې تل ابیب په شاوخوا کې د بن ګوریون هوايي ډګر ته استولې وې چې پرون د فلسطین مقاماتو ته وسپارل شوې.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله