په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۳۱ زرو نه واوښته

1412255
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۵۸۴ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰ زره او۳۰۳ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۲۲۵۳ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۳۱ زره  او ۷۴۴ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۱۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۷۸۲۰۲ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۷۸ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۶۶۹ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره یو میلیون ۲۳۴زره  او ۷۲۴  ته لوړه شوې ده.

د روغتیا وزیر وویل چې د تیرو څو ورځو راهیسې د ځاني‌ تلفاتو شمیره ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده چې دا د خوښۍ خبره ده.



اړوند خبرونه