نن د مې ۶ مه نيټه چې په ترکیه کې د راډیويي نشراتو د ۹۳ یمې کلیزې سره سمون خوري.

د ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون د راډیويي نشراتو ۹۳ یمه کلیزه لمانځي

1412088
نن د مې ۶ مه نيټه چې په ترکیه کې د راډیويي نشراتو د ۹۳ یمې کلیزې سره سمون خوري.

 

د ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون  ټي‌ آر ټي د راډیويي نشراتو ۹۳ یمه کلیزه د مې شپږمه د راډیو د ورځې په مناسبت د خپلو اوریدونکو سره په ګډه لمانځي.

د ویلو ده چې په ترکیه کې د لومړي‌ ځل لپاره په رسمي‌ توګه راډیويي نشرات د ۱۹۲۷ میلادي‌ کال د مې د میاشتې په ۶ مه نيټه پيل کړل . په ۲۰۰۹ میلادي‌ کال کې د ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون ادارې د مې شپږمه نیټه د  ټي‌ آر ټي‌ د راډیو د ورځې په توګه ونوموله او د هغه نیټې نه په اعتبار سره هر کال دا ورځ د راډیو د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

سږ کال د مې شپږمه د راډیو د ورځې لمانځنې د کرونا ویروس له امله لغوه شوې.

د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون د راډیويي نشراتو ریاست سږ کال پریکړه وکړه چې د راډیويي نشراتو ۹۳ یمه کلیزه په کورونو کې د لمانځولو پریکړه وکړه.

د ټي‌ آر ټی‌ راډیو هنرمندانو د سلو موسیقۍ او جاز ارکستر په خپلو کورونو کې د ټولنیزې مډیا له لارې د کوچینو کنسرتونو په اجرا کولو سره هیوادوالو ته په کور کې پاتې شۍ او ژوند په کور کې دی پيغام ورکړ. همداشان ټولو ته يي دا وښوده چې د راډیو او هیوادوالو ترمنځه اړیکه په هیڅډول شرایطو کې نه پرې کیږي.

په ترکیه کې د لومړي‌ ځل لپاره راډیويي نشرات د استانبول د سیرکي جي په سیمه کې چې ستره پوسته خانه په ستدیو بدله شوې وه پيل کړل. همدا نشرات چې په ډیر قوي‌ او پياوړي‌ بڼسټ سره پيل شول په ۱۹۶۴ کال کې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون د ادارې په تاسیس کې رغنده رول لوبدلی دی.



اړوند خبرونه