په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۱۲۷ زرو نه لوړه شوه

1410641
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۴۶۱ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۵ زره او۷۷۱ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۶۱۴ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۲۷ زره  او ۶۵۹ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۶۸۱۶۶ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۳۸۴ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۷۲۷ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره یو میلیون ۱۷۱زره۱۳۸  ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روغو شوو کسانو شمیره په ویروس د اخته شوو کسانو نه درې برابرو ته لوړه شوې ده چې دا د خوښۍ خبره ده.

هغه وویل چې د بیړني‌ مراقبت لاندې  د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي‌ تنفس ماشینونه ورته لګول شوي‌ دي‌ شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې لوړې کچې ته د رسیدو نه وروسته اوس مخ په راټیټیدو دي. په هیواد کې کرونا ویروس د کنټرول لاندې راغلی دی .



اړوند خبرونه