په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۲۶ زرو نه واوښته

1409927
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۳۹۷ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۴ زره او  یو   تن شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۶۷۰ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۲۶ زره  او ۴۵ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۴۸۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۶۳۱۵۱ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۴۲۴ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۷۶۶ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره یو میلیون ۱۳۵زره۳۶۷ ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روغو شوو کسانو شمیره په ویروس د اخته شوو کسانو نه دوه برابرو ته لوړه شوې ده چې دا د خوښۍ خبره ده.

هغه وویل چې د بیړني‌ مراقبت لاندې  د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي‌ تنفس ماشینونه ورته لګول شوي‌ دي‌ شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده.



اړوند خبرونه