د ترکیې لخوا امریکا ته لیږل شوې په طبي‌ مرستو بار دویمه الوتکه امریکا ته ورسیده

ترکیې د امریکا سره چې د کرونا ویروس په مرکز بدل شوی دی د طبي‌ توکو مرسته وکړه

1409155
د ترکیې لخوا امریکا ته  لیږل شوې  په طبي‌ مرستو بار دویمه الوتکه امریکا ته ورسیده

د ترکیې لخوا امریکا ته  لیږل شوې  په طبي‌ مرستو بار دویمه الوتکه امریکا ته ورسیده

د ویلو ده چې ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې امریکا متحده ایالتونو سره د طبي‌ توکو مرسته وکړه.

د نوموړو مرستو په چوکاټ کې لومړنۍ الوتکه تیره اونۍ  امریکا لیږل شوې وه  او دویمه الوتکه  پرون  ولیږل شوه. د ترکیې لخوا په لیږل شوو مرستو بار دویمه الوتکه امریکا متحده ایالتونو ته ورسیده.

د ترکیې لخوا په لیږل شوو مرستو بار دویمه الوتکه د امریکا په ځايي‌ وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۲۰ دقیقو د پلازمینې واشنګټن ترڅنګ د اندریو په هوايي هډه کې ښکته شوه.

ترکیې پداسې حال کې د امریکا سره د طبي‌ توکو مرسته کوي‌ چې نوموړی هیواد په نړۍ کې د کرونا ویروس په مرکز بدل شوی دی. په امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د یو میلیون او ۱۵۰ زرو  نه اوښتې او د مړو شمیره بیا ۶۵ زرو ته نږدې شوې ده .

د ویلو ده چې ترکیې د امریکا متحده ایالتونو سره د ماسکونو، د مخونو د سپر، د روغتیايي پرسونل  د ځانګړو محافظتي‌ جامو، ان ۹۵ مخصوصو ماسکونو او ضد عفوني‌ موادو په ګډون د طبي‌ توکو مرسته وکړه.

ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د ۵۵ هیوادونو سره د طبي‌ توکو مرسته کړې ده .



اړوند خبرونه