په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو مجموعي‌ شمیره ۳۱۷۴ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیره د ۱۲۰ زرو نه واوښته

1408697
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو مجموعي‌ شمیره ۳۱۷۴ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۱۷۴ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۲ زره او  ۴  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۲۶۱۵ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۲۰ زره ۲۰۴ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۴۸۴۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۸۸۸۶ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۵۱۴ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۸۰۳ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د مثبتو واقعو شمیره د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ټیټیدو ده خو ددې سره سره بیا هیوادوال تدابیر مراعات کړي‌ او ټولنیز واټن ته ډیره پاملرنه وکړي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روغو شوو کسانو شمیره په ویروس د اخته شوو کسانو نه دوه برابرو ته لوړه شوې ده چې دا د خوښۍ خبره ده.

هغه وویل چې د بیړني‌ مراقبت لاندې  د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي‌ تنفس ماشینونه ورته لګول شوي‌ دي‌ شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده.

هغه وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې لوړې کچې ته د رسیدو نه وروسته اوس مخ په راټیټیدو دي. په هیواد کې کرونا ویروس د کنټرول لاندې راغلی دی .



اړوند خبرونه