ترکیې په کرونا ویروس اخته خپل یو تن وګړی چې په سویډن کې نه وو تداوی شوی هیواد ته راستون کړ

ترکیې د خپل یو تن ناروغ وکړي‌ په خاطر سویډن ته ځانګړې امبولانس الوتکه ولیږله

1405523
ترکیې په کرونا ویروس اخته خپل یو تن وګړی چې په سویډن کې نه وو تداوی شوی هیواد ته راستون کړ

ترکیې د سویډن د مالمو په ښار کې میشت  ترکي وګړی امرالله ګولوش کن چې په کرونا ویروس اخته شوی وو او د تداوۍ نه پرته بیرته خپل کور ته استول شوی  د هغه د ۳ تنو ماشومانو سره یو ځای په ځانګړې امبولانس الوتکه کې ترکیې ته راانتقال کړ.

د ویلو ده چې د سویډن د مالمو په ښار کې میشت ترکي‌ وګړي‌ امرالله ګولوش کن لور لیلا ګولوش کن تیره ورځ د ټولنیزې مډیا له لارې د ویويي پيغام په خپرولو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ وو چې پلار يي امرالله ګولوش کن چې د زړه ناروغي هم لري‌ په کرونا ویروس اخته شوی دی. کله چې د پلار روغتیايي حالت ډیر خراب شو روغتون ته یوړ او د کرونا ویروس ټسټ يي‌ ورته وکړ. ټسټ يي مثبت وو خو ددې سره سره ډاکټرانو هغه یوه ساعت وروسته د روغتون نه خارج کړ او وویل چې کور ته لاړ او په کور کې ځان تجرید کړه. ډاکټرانو ته مو د هغه د زړه د ناروغۍ په اړه هم معلومات ورکړل خو زمونږ د ټول ټینګار سره سره يي هغه کور ته رخصت کړ. هغه ته هیڅډول درمل او یا بل څه هم ورنکړل.

خو کله چې د هغه روغتیايي حالت ښه پسې خراب شو مونږ بیا روغتون ته ټیلیفون وکړ او په ځواب کې راته وویل چې یو ډاکټر به کور ته درولیږي. ډاکټر راغی او سره ددې چې زما د پلار روغتیايي حالت ډیر خراب وو ویل چې زمونږ د لاسه څه ندي‌ پوره. دا ناروغي‌ علاج نلري‌ او تاسې صبر وکړۍ.

د یو ورځ په تیریدو سره مې د پلار روغتیايي وضعیت ښه پسې خراب شو او مونږ داځل امبولانس ته ټیلیفون وکړ. امبولانس د ډیر ځنډ نه وروسته راغې او مونږ نه يي پوښتې پيل کړې چې تاسې ولې امبولانس ته زنګ وهلی دی.

لیلا وویل چې  په کور کې د خپلو دوو نورو خویندو ورونو سره یواځې دي‌ او بله کومه چاره هم نلري. د پلار روغتیايي حالت يي ډیر خراب دی.

لیلا د مرستې غوښتنه وکړه.

د ترکیې د روغتیا وزیر د لیلا د مرستې د پيغام د لیدو سره سم سمدلاسه سویډن ته د امبولانس الوتکې د استولو او نوموړی ناروغ هیواد ته راستنولو امر وکړ.

د ترکیې د پلازمینې انقرې نه روغتیا د وزارت اړوند امبولانس الوتکه د سهار په ۶ بجو د سویډن د مالمو ښار پر لورې حرکت وکړ او ۹ بجې د مالمو ښار ورسیده. امبولانس الوتکې امرالله د ۴ تنو ماشومانو سره یو ځای انقرې ته راانتقال کړل.

د امرالله مشرې لور لیلا وویل چې د پيغام د خپرولو نه لنډه موده وروسته ورسره د ترکیې د روغتیا وزارت اړیکه ټینګه کړه او ورته يي‌ وویل چې ترکیې ته د پلار د انتقالولو په خاطر امبولانس الوتکه په لاره کې ده .

هغه وویل چې په خپل هیواد ترکیې افتخار کوم.

لیلا وویل چې د پيغام د خپرولو نه وروسته ورسره د ترکیې نه په لسګونو کسانو اړیکه ټینګه کړه. هغه وویل چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا، په سویډن کې د ترکیې د سفیر حقي عمره یونت ، د عدالت او پراختیا د ګوند د وکیل ظفر سري‌ قایا، د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست رئیس عبدالله ایرن او نورو ټولو کسانو نه چې پدې برخه کې زمونږ سره مرسته او همکاري کړې ده د زړه له کومې مننه کوم.

د ویلو ده چې امرالله ګولوش کن په انقره په ښاري‌ روغتون کې د درملنې لاندې ونیول شو.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي چې. ترکیې تر اوسه پورې ۲۵ زره تنه په کرونا اخته ناروغان تداوي کړي‌ دي‌ او انشاالله چې امراالله به هم تداوي‌ کړي‌ .

سره ددې چې  د امرالله په بچو کې د کرونا ویروس علایم ندي‌ لیدل شوي‌ خو بیا هم ټول په ځانګړو ځانګړو خونو کې په قرنطین کې نیول شوي‌ دي.



اړوند خبرونه