ترکیې په بهر کې میشت څه باندې ۶۰ زره تنه هیوادوالو د کرونا ویروس له امله هیواد ته راستانه کړل

مولود چاوش اوغلو : ترکیې د ۵۷ هیوادونو سره د طبي‌ توکو مرسته کړې

1405257
ترکیې  په بهر کې میشت څه باندې ۶۰ زره تنه هیوادوالو د کرونا ویروس له امله هیواد ته راستانه کړل

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ له امله  مو  تر ننه پورې څه باندې ۶۰ زره تنه د ترکیې وګړي‌ هیواد ته راستانه کړي‌ دي.

د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو هیواد ته د ترکیې د وګړو د راستنولو د بهیر په اړه معلومات ورکړل.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې تر ننه پورې مو څه باندې ۶۰ زره تنه هیوادوال هیواد ته راانتقال کړي‌ دي. همداشان په ترکیه کې میشت د یو زیات شمیر هیوادونو وګړي مو خپل هیوادونو ته د ستنولو په خاطر ورته زمینه برابره کړې ده .

هغه زیاته کړې ده چې د کرونا ویروس له امله د هیواد نه بهر میشت څه باندې ۶۰ زره تنه هیوادوال مو هیواد ته راانتقال کړي‌ دي‌ او دا لړۍ دوام لري.

همداشان ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې ۵۷ هیوادونو سره د طبي‌ توکو مرسته کړې ده .



اړوند خبرونه