په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۰۷۷۷۳ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ سااعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۷۰۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۸ زره او ۳۰۸ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۲۸۶۱ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۰۷۷۷۳ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۸۴۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۵۵۸۲ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۷۸۲ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۹۰۰ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روغو شوو کسانو شمیره په ویروس د اخته شوو کسانو نه لوړه ده.
هغه وویل چې د بیړني مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ماشینونه ورته لګول شوي دي شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده.
هغه وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې لوړې کچې ته د رسیدو نه وروسته اوس مخ په راټیټیدو دي. په هیواد کې کرونا ویروس د کنټرول لاندې راغلی دی .