د ترکیې وسله والو ځواکونو د پ ک ک ترهګري سازمان ۲۰ تنه غړي‌ له منځه یوړل

ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان ته ستر ګوزار ورکړ

1404975
د ترکیې وسله والو ځواکونو د پ ک ک ترهګري سازمان ۲۰ تنه غړي‌ له منځه یوړل

 د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د سولې د چینې د عملیاتو په سیمه کې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان  لږ تر لږه د ۲۰ تنو  ترهګرو د لمنځه وړولو نه خبر ورکړی دی.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان ترهګرو چې د سوریې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې د رامنځته شوي‌ سولې، امنیت او استقرار د منځه وړو هڅه کوله د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان یو زیات شمیر ترهګر چې غوښتل يي‌  د ورانکارانه او شومو اعمالو په خاطر د سولې چینې د عملیاتو سیمې ته نفوذ وکړي‌ او راداخل شي د ترکیې د کوماندو ځواکونو لخوا د تثبیت نه وروسته له منځه یوړل شول.

د ترکېې کوماندو ځواکونو د نوموړو ترهګرو د لمنځه وړو په خاطر ډیر بریالي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې ټول ترهګر له منځه یوړل.



اړوند خبرونه