په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۲۵۹ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۹۵ زرو تنو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۲۵۹ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۹ زره او ۴۲۹ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۴۶۱۱ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۹۵۵۹۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۸۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۴۹۱۸ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۸۶۵ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۱۰۰۶ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله