د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د څلورم ځل لپاره د ویدیو کنفرانس له لارې د کابینې غونډه جوړه شوه.

1402447
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه

 

ولسمشر اردوغان د کابینې غونډې نه وروسته هیوادوالو ته معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې د کابینې په غونډه کې د ۴ سرلیکونو لاندې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په اړه غور او بحث وکړ.

لومړی د انسانانو ترمنځه د ټولنیزې مصافې رامنځته کول دي. دویم روغتیايي سیستم ته په دوامداره توګه د خدمت په خاطر د هر ډول اسانتیاوو برابرول دي.

دریم د د خوراکي‌ توکو په څیر د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د مارکیټونو د فعالیتونو پر وړاندې د خنډ نه رامنځته کول.

څلورم د عامه نظم د خرابولو مخنیوی . ولسمشر اردوغان وویل چې د الله په فضل سره چې په ترکیه کې په هیڅ کومې برخې کمبودي‌ او خطر شتون نلري.

همداشان په روغتونونو کې هم  هر څه نورمال دوام لري. د تمو پر خلاف کوم رش شتون نلري.

ولسمشر اردوغان وویل چې د روغتونونو او بیړني‌ مراقبت ظرفیت لا پسې لوړو او پياوړی کوو.

همداشان د یو زیات شمیر درملو چې ذخیرې هم شتون لري‌ خو ځايي درمل جوړولو شرکتونو يي په تولیداتو پيل کړی دی. همداشان پدې حساس وخت کې د هیواد دفاعي‌ صنایعو هم د طبي‌ ماشین آلاتو او درملو په جوړولو پيل کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د روغتیايي پرسونل د محافظت د توکو په تولید کې ډیر مهم پرمختګ شوی دی. د روغتیايي پرسونل د محافظت په خاطر د حیاتي‌ ارزښت نه برښمند طبي‌ ماسکونه ان ۹۵ او ان ۹۹ ځايي او ملي فلترونه جوړ شوي‌ او ازمایښتونه يي‌ دوام لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې په راتلوونکي‌ میاشت کې به په هیواد کې ۵۰۰۰ د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه تولید او روغتیايي سکتور ته به وسپارل شي.



اړوند خبرونه