ولسمشر اردوغان د ډونلد ټرمپ‌ سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1401234
ولسمشر اردوغان د ډونلد ټرمپ‌ سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یکشنبه د وري‌ ۳۱ مه د ماښام په ساعتونو کې د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې د مهمو پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې.

 دواړو مشرانو  د ناټو سازمان د اتحاد د ژوندي‌ ساتلو په خاطر د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ لخوا عامه امنیت او اقتصادونو ته د مخامخ کړو ګواښونو پر خلاف د همکارۍ په دوام توافق وکړ.

همداشان د کرونا ویروس مسئله ددوې د خبرو اصلي‌ موضوع وه.



اړوند خبرونه