په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۸۹۰ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پيښو شمیره ۸۲۳۲۹ ته لوړه شوه

1400771
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۸۹۰ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۸۹۰ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۰ زره او  ۵۲۰  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۳۷۸۳ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۸۲۳۲۹ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۲۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۰۴۵۳ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۸۹۴ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۱۰۵۴ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لومړی ځل دی چې د مثبتو پیښو شمیره نږدې شل سلنه راټیټه شوې ده.



اړوند خبرونه