د هیواد نه بهر میشتو هیوادوالو نه ۳۴۲ تنو ترکانو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی

چاوش اوغلو : ټول هغه هیوادوال به چې هیواد ته د راستنیدو په خاطر يي‌ وړاندیز کړی دی هیواد ته راستانه کړو

1400821
د هیواد نه بهر میشتو هیوادوالو نه ۳۴۲ تنو ترکانو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی

د ترکیې نه بهر میشتو ۳۴۲ تنو ترکانو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی  دی. دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د کرونا ویروس له امله هیواد ته د ترکي‌ وګړو د راستنولو د چارو په اړه خبري‌ رسنیو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د کرونا ویروس له امله په بهر کې میشتو ۳۴۲ تنو ترکانو تر اوسه پورې ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان  تر ننه پورې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت د ۷۴ هیوادونو نه څه باندې ۲۵ زره تنه د ترکیې وګړي هیواد ته راستانه کړې شوي‌ دي.

هیواد ته راوړل شوي‌ دا ټول هیوادوال په بیلابیلو ولایتونو کې په قرنطین کې نیول شوي‌ دي.

هغه وویل په پام کې لرو چې ټول هغه هیوادوال چې هیواد ته د راستنیدو په خاطر وړاندیز کړی دی  د روژې مبارکې میاشتې د پیلیدو نه مخکې  ټول هیواد ته راستانه کړو. پدې اړه پوره چمتوالی نیول شوی دی.

نږدې ۲۵ زرو تنو هیوادوالو  هیواد ته د راستنیدو په خاطر وړاندیز کړی دی.هغه وویل چې تر ننه پورې د ۷۲ هیوادونو نه ۱۰۵ سفرونه  پلان شوي‌ دي. په راتلوونکو ورځو کې او که امکان ولري‌ د روژې نه مخکې به ټول هیوادوال هیواد ته راستانه کړو.



اړوند خبرونه