په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۷۶۹ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۷۸۵۴۶ تنو ته لوړه شوه

1400364
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۷۶۹ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۷۶۹ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۰ زره او  ۲۷۰  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۴۳۵۳ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۷۸۵۴۶ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۴۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۸۶۳۱ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۸۴۵ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۱۰۱۴ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

هغه وویل چې د بیړني‌ مراقبت لاندې  د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي‌ تنفس ماشینونه ورته لګول شوي‌ دي‌ شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده.

هغه وویل په هره اندازه چې زیات ټسټونه او معاینات ترسره کیږي‌ په طبعي ډول سره چې د مثبتو واقعو شمیره هم لوړیږي‌ او د ناروغۍ مخه نیول کیږي. ترکیه  د کرونا پر خلاف په مبارزه کې ډیره زیاته پیاوړې او قوي‌ ده خو د هیوادوالو نه زمونږ غوښتنه داده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي‌ او د ویروس د خپریدو مخه ونیسي.

 



اړوند خبرونه