په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۶۴۳ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۷۴ زره ۱۹۳ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۶۴۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۰ زره او ۴۲۷ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۴۸۰۱ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۷۴۱۹۳ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۷۰۸۹ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۸۵۴ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۱۰۴۰ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
هغه وویل چې د بیړني مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ماشینونه ورته لګول شوي دي شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده.
هغه وویل په هره اندازه چې زیات ټسټونه او معاینات ترسره کیږي په طبعي ډول سره چې د مثبتو واقعو شمیره هم لوړیږي او د ناروغۍ مخه نیول کیږي. ترکیه د کرونا پر خلاف په مبارزه کې ډیره زیاته پیاوړې او قوي ده خو د هیوادوالو نه زمونږ غوښتنه داده چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د ویروس د خپریدو مخه ونیسي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله