په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۵۱۸ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې د کرونا په ویروس اخته کسانو ۶۹۳۹۲ تنو ته ورسیده
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۵۱۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۴ زره او ۹۰ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۴۲۸۱ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۶۹۳۹۲ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۸۷۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۵۶۷۴ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۸۲۰ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۱۰۵۲ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله