اسراییلو هم د ترکیې نه د طبي مرستو غوښتنه وکړه.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې ترکیه به د اسراییلو سره سم فلسطین ته هم طبي مرستې ولیږي.
هغه دا خبره د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.
هغه وویل چې اسراییلو د نوي ډول کرونا ویروس په تداوۍ کې د کارولو په خاطر د ترکیې نه د طبي توکو د مرستې غوښتنه کړې وه.
هغه وویل چې اسراییلو ته به د طبي مرستو د لیږولو سره سم فلسطین هم طبي مرستې ولیږو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وویل چې ترکیې په تیرو ۱۷ کلونو کې د روغتیا په برخه کې ډیر جدي پرمختګ او وده کړې ده .
نن ورځ د ترکیې یو زیات شمیر فابریکې صحي ماسکونه، د ویروس نه د ډاکټرانو د ژغورنې په خاطر ځانګړې جامې او طبي توکي تولیدوي. ددې تولیداتو کچه يي لاپسې لوړه کړې ده .
نن ورځ چې د ترکیې روغتیايي بڼسټونه پدې اندازه قوي او پیاوړي دي دا ددې ښکارندويي کوي چې ترکیې د ۱۵ یا ۱۶ کلونو راهیسې دې ډول یوې نړۍوالې ساري ناروغۍ ته پوره اماده ګي نیوله.
هغه وویل چې ترکیه د کلونو کلونو راهیسي په روغتیايي برخو د پام وړ پانګه اچونې کوي. د بیلګې په توګه پدې وروستیو کې د جوړولو شوو د ښار په کچه د سترو سترو روغتونونو ، د طبي توکو د تولیداتو د بڼسټونو او یو زیات شمیر نورو برخو نه یادونه کولی شو.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.