په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۱۰۱ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۵۲۱۶۷ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۵ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۱۱۰۱ تنو ته لوړه شوه.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.
هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۳۳۱۷۰ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه شوې ده چې په ۵۱۳۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې په ویروس اخته کسانو شمیره ۵۲۱۶۷ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې تر اوسه پورې جمعآ ۲۹۶۵ تنه په ویروس اخته ناروغان د تداوۍ نه وروسته روغ شوي او د روغتون ته خارج شوي دي.
هغه وویل د کرونا ویروس د ټسټ د کچې د لوړیدو سره په طبعي ډول سره د مثبتو واقعو شمیره هم لوړیږي.خو ټول هغه کسان چې ټسټ يي مثبت وي د بیړني مراقبت لاندې نه نیول کیږي. د ټسټ د کچې د لوړیدو سره په اصل کې په همدې اندازه د ددې ویروس د خپریدو مخنیوی کیږي. همداشان د تشخیص د کچې د لوړیدو سره د تداوۍ کچه هم لوړیږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله