ولسمشر اردوغان د ترکي نړۍ د شورا د مشرانو سرمشریزې ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکي نړۍ غږ وکړ چې د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ نه د وروسته دورې لپاره باید پوره چمتوالی ولرو.
ولسمشر اردوغان د ویدیو کنفرانس له لارې د ترک تبارو هیوادونو شورا د مشرانو سرمشریزې ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل " نن ورځ د یو پټ دښمن پر خلاف ډیر ستونزمنده او سخته جګړه پر مخ وړو. د ترک تبارو د شورا د مشرانو دا سرمشریزه د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ پر خلاف زمونږ د مبارزې په برخه کې همغږي او همکاري لا پسې پیاوړې کوي. د ترکیې په توګه د نوموړي ویروس د تثبیتیدو د لومړۍ ورځې نه په اعتبار سره مو ډیر قوي تدابیر نیولي دي. یعنې ترکیې ددې ویروس په اړه د نورو هیوادونو په پرتله چمتوالی درلود.
مونږ د خپلو ټولو امکاناتو سره د خپلو ورونو ترڅنګ ولاړ یو او دریدو ته دوام ورکوو. د ترکي نړۍ غوښتنې د هر چا نه مخکې د پر ځای کولو هڅه کوو. هڅه کوو چې ستاسې د مرستې غوښتنې پر ځای کړو."
ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ له امله ټول په نړۍواله کچه د سوسیو اقتصادي بحران سره مخامخ یو.د نیول شوي تدابیر کیدای شي چې زمونږ ترمنځه په تجارت منفي اغیزې وکړي. د همدې امله د ټرانسپورت ، ګمرکي پولو د تګ راتګ په څیر په یو زیات شمیر برخو کې د خلکو روغتیا په نظر کې نیولو سره په چټکۍ سره د بدیلو حل لارو په لټولو باید کار وکړو. بدیلې حل لارې باید پيدا کړو. د ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر مو په هوايي او مځکني ټرانسپورت محدویتونه لګولي دي. د همدې امله د باکو- تفلیس او قارس د ریل ګاډي له لارې د تجاري اموالو انتقال باید د موجود مقدار نه ۳۵۰۰ ټنه باید زیات کړو. پدې اړه په چارو پيل شوی دی. همداشان د شورا د غړیو هیوادونو د لاریو چلوونکو ته د ویزې په برخه کې ، د ترانزیت د اجازې ورکولو او یو زیات شمیر نورو اړوند مسئلو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو تمه کوو. ځکه چې د نړۍوال تجارت له پلوه د مالونو د انتقال او ترانزيت مسئله د تدارک د دوام په برخه کې حیاتي ارزښت لري.
ددې ویروس پر خلاف په مبارزه کې باید متقابلو همکارېو کچه لا پسې پیاوړې او قوي کړو. د ساري ناروغۍ نه د وروسته دورې په اړه باید پوره چمتوالی ولرو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.