په ترکییه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۰۸ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۴۲۲۸۲ تنو ته لوړه شوه

1394908
په ترکییه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۰۸ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۶ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۹۰۸  تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۲۸۵۷۸ تنو شکمنو کسانو ته  د کرونا ویروس معاینه شوې  ده چې په ۴۰۵۶ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې‌ په ویروس اخته کسانو شمیره ۴۲۲۸۲ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې ۱۵۵۲ تنه ناروغان د عاجل مراقبت لاندې قرار لري. همداشان ۱۰۱۷ تنو ناروغانو ته د تنفس ماشینونونه لګول شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په ویروس د اخته شوو کسانو نه ۲۱۴۲ تنه روغ شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي.



اړوند خبرونه