په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۸۱۲ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۳۸۲۲۶ تنو ته لوړه شوه

1394104
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۸۱۲  تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۷ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۸۱۲  تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۲۴۹۰۰ تنو شکمنو کسانو ته  د کرونا ویروس معاینه شوې  ده چې په ۴۱۱۷ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې‌ په ویروس اخته کسانو شمیره ۳۸۲۲۶ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې ۱۴۹۲ تنه ناروغان د عاجل مراقبت لاندې قرار لري. همداشان ۹۹۵ تنو ناروغانو ته د تنفس ماشینونونه لګول شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په ویروس د اخته شوو کسانو نه ۱۸۴۶ تنه روغ شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي.



اړوند خبرونه