په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۷۴ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۲۷۰۶۹ تنو ته لوړه شوه

1391658
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۷۴  تنو ته لوړه شوه

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۵۷۴  تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۲۰۲۶۵ تنو شکمنو کسانو ته  د کرونا ویروس معاینه شوې  ده چې په ۳۱۳۵ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې‌ په ویروس اخته کسانو شمیره ۲۷۰۶۹ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې ۱۳۸۱ تنه ناروغان د عاجل مراقبت لاندې قرار لري. همداشان ۹۳۵ تنو ناروغانو ته د تنفس ماشینونونه لګول شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په ویروس د اخته شوو کسانو نه ۱۰۴۲ تنه روغ شوي‌ او د روغتون نه خارج شوي‌ دي.



اړوند خبرونه