په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۰۱ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۲۳۹۳۴ تنو ته لوړه شوه
1391270
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۵۰۱ تنو ته لوړه شوه.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.
هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۱۹۶۶۴ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه شوې ده چې په ۳۰۱۳ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې په ویروس اخته کسانو شمیره ۲۳۹۳۴ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې ۱۳۱۱ تنه ناروغان د عاجل مراقبت لاندې قرار لري. همداشان ۹۰۹ تنو ناروغانو ته د تنفس ماشینونونه لګول شوي دي.
هغه ویلي دي چې په ویروس د اخته شوو کسانو نه ۷۸۶ تنه روغ شوي او د روغتون نه خارج شوي دي.