ترکیې وسله والو ځواکونو ۱۴ تنه ترهګر له منځه یوړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان ۱۴ تنه ترهګر له منځه یوړل .

1389867
ترکیې وسله والو ځواکونو ۱۴ تنه ترهګر له منځه یوړل

 

دا خبره د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت وکړه.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې د فراټ ډال د عملیاتو په سیمه کې ۱۴ تنه د پ ک ک ترهګري‌ سازمان ترهګر چې د ورانکارانه فعالیتونو په خاطر يي سیمې ته د راننوتو هڅه کوله تثبیت او له منځه یوړل.

د ترکیې وسله والو ځواکونو اړوند کوماندو ځواکونو یاد شوي‌ ترهګر د ډیرو بریالیو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړل.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټنیګښت په خاطر د هر ډول تدابیرو نیولو چارې دوام لري.



اړوند خبرونه