مولود چاوش اوغلو : د کرونا ویروس له امله د هیواد نه بهر میشتو ۱۲۴ تنو ترکانو ژوند د لاسه ورکړی
ترکیې بهرنیو چارو وزیر : په خواشینۍ سره چې په بهر کې میشتو زمونږ ۱۲۴ تنو هیوادوالو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی
![مولود چاوش اوغلو : د کرونا ویروس له امله د هیواد نه بهر میشتو ۱۲۴ تنو ترکانو ژوند د لاسه ورکړی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2383/4944/f0e1/5e84337f603a6.jpg?time=1718836537)
د کرونا ویروس له امله د هیواد نه بهر میشتو ۱۲۴ تنو ترکانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ویدیو کنفرانس په غونډه کې د ګډون نه وروسته د ملي دفاع په وزارت کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل ۵۵۲۸ تنه ترکان مو د مارچ په ۱۷ مه ، ۲۳ او ۲۴ مو نیټو د بهر نه هیواد ته راستانه کړي دي چې ډیری زده کوونکي دي.
همداشان د تخلیې لړۍ دوام لري. د ۵۰ هیوادونو نه مو جمعآ ۲۰ زره تنه د ترکیې وګړي هیواد ته راستانه کړي دي.
هغه وویل دا چې د ترکیې روغتیايي سیستم ډیر پياوړی او قوي دی ډیری په بهر کې میشت ترکان غواړي چې هیواد ته راستانه شي. همداشان د هغوې د غوښتنې په صورت کې به مونږ هیواد ته د هیوادوالو د راستنولو لړۍ ته دوام وکړو.
هغه زیاته کړه چې په ډیرې خواشینۍ سره چې د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو نه د کرونا ویروس له امله ۱۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه وویل چې د نوموړو د کورنیو سره يي پخپله او ولسمشر اردوغان د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي او ټولو ته مو تسلیت وړاندې کړی دی. د نوموړو هیوادوالو سره هر ډول مرستې ترسره شوي دي.
هغه وویل چې په فرانسه کې ۴۷ تنو، په جرمني کې ۲۳ تنو، په هالنډ کې ۲۰ تنو، په بلجیم کې ۱۰ تنو، په انګلستان کې ۹ تنو، په امریکا کې ۶ تنو، په سویډن کې ۵ تنو، په سویس کې ۳ تنو او په اتریش کې ۲ تنو زموږ هیوادوالو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718836537)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718836537)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله