په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۳۱تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۹۲۱۷ تنو ته لوړه شوه

1387134
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۳۱تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۱۳۱  تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۹۹۸۲ تنو شکمنو کسانو ته  د کرونا ویروس معاینه شوې  ده چې په ۱۸۱۵ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې‌ په ویروس اخته کسانو شمیره ۹۲۱۷ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې تر اوسه پورې جمعآ ۱۰۵  تنه په ویروس اخته ناروغان د تداوۍ نه وروسته روغ شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي.



اړوند خبرونه