ترکیې د کرونا ویروس  د خپریدو د مخنیوي‌ په خاطر ځیني مهم تصمامیم ونیول .

ترکیې د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال د مارچ د ۲۷ مې نيټې د شپې د ۱۲ بجو نه ټول بهرني پروزارونه وځنډول .

1386623
ترکیې د کرونا ویروس  د خپریدو د مخنیوي‌ په خاطر ځیني مهم تصمامیم ونیول .

 

دا خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وکړه. ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د هیواد د علمي‌ شورا لخوا نیول شوي نوي‌ تصامیم اعلان کړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې  پدې باور او اعتقاد چې هیڅ مصیبت زمونږ د طاقت او توان نه لوی ندی د کرونا ویروس پر خلاف د خپل ملت سره په ګډه توګه د قوي‌ ارادې سره مبارزې ته دوام ورکوو. هغه د ملت د روغتیا، امنیت، ثبات او روښانه راتلوونکي‌ په خاطر نیول شوي‌ تدابیر په ماده وار ډول سره اعلان کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد د علمي‌ شورا د تصامیمو له مخې  د دولتي‌ اداراتو په څیر په خصوصي‌ اداراتو کې به هم پرسونل د کور نه په کار کولو پیل وکړي. البته چې پدې برخه کې ځینې استثنا‌ءګانې وجود لري.

ښاري‌ بسونه کې به  د روغتیايي مصافې په نظر کې نیولو سره مساپر انتقالیږي.

د خالي‌ او یکشنبې په ورځو کې به ټول تفریحي‌ پارکونه، ځنګلونه او د بنډار او میلو ځایونه تړلي‌ وي. همداشان د اونۍ په منځ کې هم پدې سیمو کې  په ډله ایزه توګه ناستې ولاړو ته اجازه نه ورکول کیږي.

د مارچ د ۲۷ مې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره ټول بهرني‌ پروازونه وځنډول شو.

همداشان د ولایتونو ترمنځه په سفر محدویت لګول شوی دی. ددینه وروسته که چیرې هر څوک د یو ولایت نه بل ولایت ته سفر کوي‌ باید د والي د دفتر نه اجازه واخلي.

ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله په ډیره لنډه موده کې د ډیر کم ضایعاتو سره به ددې بحران نه پخیر سره وځو. زمونږ په مخکې ډیر روښانه راتلوونکی شتون لري. ترکیه ددې ناروغۍ د لمنځه وړو قدرت او امکاناتو نه برښمنده ده. زه پوره باور لرم چې زمونږ ملت به دا تدابیر په ډیره ښه توګه عملي کړي.



اړوند خبرونه