په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰۸ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۶۴۱ تنو ته لوړه شوه
![په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰۸ تنو ته لوړه شوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a9e7/86ba/eb98/5e7f799ec9366.jpg?time=1719050216)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۱۰۸ تنو ته لوړه شوه.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.
هغه وویل چې په ترکیه کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۶۴۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۱۷۰۴ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې په ویروس اخته کسانو شمیره ۷۶۴۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۲ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې ټول ۷۰ تنه په ویروس اخته ناروغان مو د تداوۍ نه وروسته روغ شوي او د روغتون ته خارج شوي دي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719050216)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719050216)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله