په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰۸ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۶۴۱ تنو ته لوړه شوه
1386798
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۱۰۸ تنو ته لوړه شوه.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.
هغه وویل چې په ترکیه کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۷۶۴۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې په ۱۷۰۴ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې په ویروس اخته کسانو شمیره ۷۶۴۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۲ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې ټول ۷۰ تنه په ویروس اخته ناروغان مو د تداوۍ نه وروسته روغ شوي او د روغتون ته خارج شوي دي.