په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۲ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۹۲  تنو ته  لوړه شوه.

1386444
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۲ تنو ته لوړه شوه

 

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په ترکیه کې  د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۵۶۹۸ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۵۳۳  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه کړې ده چې په ۲۰۶۹ تنو کې  کرونا ویروس تشخیص شوی دی.

هغه وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۲ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې ۴۲ تنه په ویروس اخته ناروغان مو د تداوۍ نه وروسته روغ شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي.



اړوند خبرونه