په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۷۵ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۳۶۲۹ تنو ته لوړه شوه
1385793
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۷۵ تنو ته لوړه شوه.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.
هغه وویل چې په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونونو په ۱۱۹۶ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۳۶۲۹ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۲۸۹ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه کړې ده چې په ۱۱۹۶ تنو کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی.
هغه وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۷۵ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې تاسې ټولو ته یو ځل بیا په ټینګار سره د قوي تدابیرو نیولو بلنه درکوم.