په عراق کې ۲ تنه ترکي سرتیري شهیدان او ۲ تنه نور ټپیان شول
د عراق په شمال کې په ترکي ځواکونو د هاوان برید شوی
1385315
د عراق په شمال کې د ترکیې دوه تنه سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول.
دا خبره د ترکیې د ملي دفاع وزارت وکړه.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د هاوان په برید کې دوه تنه ترکي سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د برید نه وروسته په سیمه کې د ترکیې ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند ۴ هدفونه د تثبتولو نه وروسته له منځه یوړل.
پدې عملیاتو کې ۸ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله