ترکیې د کابل ننی برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هندو سکانو په درمسال ترسره شوی ډله ایز برید په کلکو ټکو وغنده.

1385044
ترکیې د کابل ننی برید په کلکو ټکو وغنده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره په کابل کې د هندوانو په درمسال او عبادت ځای د نن سهار ترهګری برید چې په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره مو نن سهار د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هندو سکانو په درمسال یا عبادت ځای د ترهګري برید په اړه چې په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ.

ترکیه د افغانستان کې په زیات کولتوري‌ ساختار دا منفور او وحشي‌ ترهګری برید په کلکو ټکو غندي. پدې برید کې د وژل شوو کسانو لپاره د الله د دربار نه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء ، کورنیو ، دوستانو او د ورور هیواد افغانستان ملت ته د صبر غوښتنه کوو.


پيوندونه: #افغانستان , #ترکیه

اړوند خبرونه