په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۳۴۳ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی

1384337
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۴۴  تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونونو په ۳۴۳ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۱۸۷۲ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زمونږ ۷  تنو په کرونا ویروس اخته ناروغانو ژوند د دلاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۴ تنو ته لوړه شوه.

هغه دا ځل د  ټولو هیوادوالو د پوخ عمر لرونکو سربیره په ځوانانو هم  د کورونو نه د نه وتو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۵۲  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه کړې ده چې په ۳۴۳ تنو کې  کرونا ویروس تشخیص شوی دی.

هغه زیاته کړه چې جمعآ ۴۴  تنه ناروغان مو د لاسه ورکړي‌ دي‌ چې ډیری د پوخ عمر لرونکي‌ دي. هغه وویل چې په ننیو ۷ تنو کې یو تن توبرکلوس ناروغ وو او ۶ تنه نور د پوخ عمر لرونکي‌ ول.



اړوند خبرونه