په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۷ تنو ته لوړه شوه.

په ترکیه کې د کرونا ویروس ۲۹۳ تازه مثبتې پیښې ثبت شوې

1383586
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۷ تنو ته لوړه شوه.

 

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۳۷ تنو ته  لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

هغه وویل چې په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونونو په ۲۹۳ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۱۵۲۹ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زمونږ ۷  تنو په کرونا ویروس اخته ناروغانو ژوند د دلاسه ورکړی دی چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۷ تنو ته لوړه شوه.

هغه دا ځل د  ټولو هیوادوالو د پوخ عمر لرونکو سربیره په ځوانانو هم  د کورونو نه د نه وتو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۸۲  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه کړې ده چې په ۲۹۳ تنو کې  کرونا ویروس تشخیص شوی دی.

هغه زیاته کړه چې ۳۷ تنه ناروغان مو د لاسه ورکړي‌ دي‌ چې ټول د پوخ عمر لرونکي‌ دي. هغه وویل کله چې په هیواد کې د کرونا ویروس نه وو مونږ هیوادوالو ته ویل چې نشته خو اوس چې رارسیدلی دی د ناروغانو شمیره وخت په وخت ټولو سره شریکوو.

په ټولو هیوادوالو د قوي‌ تدابیرو نیولو غږ کوو.

هغه وویل چې غواړم په ځوانانو غږ وکړم چې  تاسې هم د خطر سره مخامخ یاست. د کور نه بهر مه وځۍ. خپلو کورنیو ته په روغ لاس ویروس مه انتقالوۍ. د خطر نه ډکو سیمو ته مه ننوځۍ. په کور کې پاتې شۍ.



اړوند خبرونه